International Islamic Police Women’s Conference

held

October 21 to 15, 2007

at the

Serena Hotel

Kabul, Afghanistan

څرنګه بنګله دیشي ښځې په پولیسي دندو کې چمتو او روزل کیږي
وړاندې شوې مقاله د مسلمانو ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس کی،  کابل، افغانستان، د میزان 29 تر عقرب 3، 1386
وړاندې کوونکی: د پولیسو د سوپر انتندنت مرستیاله
د مسلمانو ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس، کابل، افغانستان
د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر ۲۱ – ۲۵
څرنګه بنګله دیشي ښځې په پولیسي دندو کې چمتو او روزل کیږي
پیژندنه
د بنګله دیش د پولیسو تاریخچه د محلي خلکو او ټولنیز ژوند تاریخچې په اوږدوالي ده. خو عامه او مسلکي پولیس چې موږ یې نن پیژنو تقریباً ۲۵۰ کاله پخوا پیل شو.
د بنګله دیش پولیسي سیستم د ۱۸۶۱ کال د پولیسو قانون پربنسټ ولاړ دی چې د نظم او قانون د نورمالې ستونزې د حل لپاره جوړ شوی دی، خو د سناریو په بدلون سره د بنګله دیش پولیس له ننیو تخنیکونو او مهارتونو سره ځان سمبالوي ترڅو نویو چالشونو سره مقابله وکړي.
په اوسني حال کې د بنګله دیش پولیس د پولیسو انسپکتر جنرال تر مشرۍ لاندې او د کورنیو چارو وزارت عمومي نظارت لاندې ۱۲۳۰۰۰ تنه غړي لري.
د بنګله دیش پولیسو هدف دادی چې ټولو وطنوالو ته خدمات چمتو کړي او بنګله دیش د ښه ژوند او کار یو ښه ځای وګرځوي.
په پورتني هدف کې لاندنۍ پنځه ټکي موجود دي:

  • د قانون د حاکمیت ساتل
  • د وطنوالو امنیت او مصئونیت تامینول
  • د جرم مخنیونه او کشف
  • عدالت ته د مجرمینو سپارل، او
  • د سولې او عامه نظم ساتل.

ددې لپاره چې پولیس خپل اهداف لاسته راوړي، د پولیسو اداره لاندنې څانګې لري:

  • د ولسوالۍ د پولیسو اداره
  • دجنايي جرمونو ریاست
  • ځانګړې څانګه
  • د اورګاډي پولیس
  • ښاري پولیس
  • د وسلوالو پولیسو کنډک
  • د رینج ریزرفي پوځ
  • د چټک غبرګون کنډک
  • د لویو لارو پولیس
  • د پولیسو د روزنې ادارات

ښځې د بنګله دیش پولیسو کې
سره لدې چې د بنګله دیش پولیسو تاریخچه ډیره اوږده ده خو په پولیسو کې د ښځو تاریخچه هغومره اوږده نده. په کال ۱۹۷۴ کې د لومړي ځل لپاره ۱۲ تنه ښځینه پولییس په ځانګړې څانګه کې وګمارل شوې ترڅو د ښځو جعل کاري، ملي او نړیوال قاچاق او په هوتلونو او بډایو خلکو په کورونو کې د فاحشه ښځو غیر اخلاقی اعمال وڅیړي او کشف یې کړي.
د ۱۹۷۶ کال په مارچ کې ښځې د فرعي انسپکتر، د فرعی انسپکتر مرستیال او ساتنمن په توګه د بنګله دیش په پولیسو کې وګمارل شوې.
په کال ۱۹۷۸ کې په ډاکه کې ښځینه پولیس وګمارل شوې.
په کال ۱۹۸۶ کې یوازې یوه ښځه افسره، فاطمه بیګم د سوپر انتندنت مرستیالې په توګه تعین شوه. فاطمه بیګم په بنګله دیش کې د ښځینه پولیسو یوه پیشقدمه ښځه وه. اوس هغه د بنګله دیش د پولیسو د انسپکتر جنرالې مرستیاله ده. له ۱۹۸۶ څخه وروسته ښځې د افسرانو په توګه په ۱۹۸۸، ۱۹۹۹، ۲۰۰۱، ۲۰۰۳، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونوکې تعین شوي.
اوس ښځینه پولیس په مختلفو رتبو او څانګو لکه جنايي تحقیقات، مهاجرت، او محلي پولیسو کې دندې تر سره کوي. هغوی د بنګله دیش د پولیسو په ټولو څانګو او واحداتو کې کار کوي. په بنګله دیش کې د ښځینه او نارینه پولیس افسرانو تر منځ هیڅ توپیر موجود ندي. له هر افسر سره په یوشان چلند کیږي. ښځینه افسرانې هم د بنګله دیش په نورو ښارونو کې دندې سرته رسوي.
د بنګله دیش پولیس د غړو په توګه، ښځې د هدف لاسته راوړلو کې ډیرې هوښیارې او ځواب ورکونکي دي. د بنګله دیش ښځینه پولیس پدې ټینګار کوي چې د یوه کامل افسر اهلیت او کفایت ولري. د پولیسو کلمه له لاندې مفاهیمو څخه جوړه شویده:
P – Polite (مؤدب): پولیس یو دسپلیني ځواک دی، لدې کبله بې له شکه د ځواک غړي په دسپلین برابر دي. ادب د دسپلین یوه برخه ده.
O – Obedient (مطیع): اطاعت د دسپلین یوه بله پدیده ده. پولیس باید خپل مافوق، ځواک، د خدمت تعهد، ټولنه او ملت ته مطیع اووسي.
L – Loyal (وفادار): د پولیسو ځواک د اساسي قانون پر بنسټ استوار دی چې باید له اساسي قانون څخه ساتنه وکړي. پولیس باید اساسي قانون ته وفادار پاتې شي.
I – Intelligent (هوښیار): ددې تر څنګ چې پولیس له مجرم سره مخامخ کیږي، ټولنې، ملت او اساسي قانون ته مطیع او فرمانبردار پاتې کیږي، باید په پوره هوښیاري هم عمل وکړي. له دې کبله پولیس باید هوښیاري لاسته راوړي.
C – Courageous (شجاع): پولیس مدام په خطرناک، له درد او خطر څخه ډک چاپیریال کې کار کوي. د دې لپاره چې یو خطر ناکه حالت سره مقابله وکړي، پولیس باید شجاعت او دلیري ولري.
E – Efficiency (اغیزمنتوب): اغیزمنتوب پدې معنی دی چې څوک په ښه توګه پرته لدې چې وخت او منابع ضایع کړي، کارو کړي او مطلوبه پایله لاسته راوړي. یو اغیزمن شخص په مناسب وخت کې رښتنی کار په ډیر لنډ وخت کې سرته رسوي، ددې لپاره چې د یو چا ژوند وژغورل شي. یوه ټولنه خپل حیات دوام ورکوي او یو ملت خپل ځان ته پرمختګ ورکوي، اغیزمنتوت پدې برخه کې یو مهم او حیاتي رول لوبوي او لدې کبله پولیس باید د چالشونو سره په مقابله کې اغیزمن اووسي.
په اوسني حال کې پولیسي چاروته د خدمت په سترګه کتل کیږي نه د ځواک په توګه. خلکو ته تر ټولو ښه خدمت د پولیس خدمتونو چمتو کول دي. دا یوازې پولیس دي چې ۲۴ ساعته او په اوونې کې ۷ ورځې د خلکو په خدمت کې دي. پولیس په فزیکي توګه په ورځ کې ۱۶ ساعته او په فکري ډول ۲۴ ساعته خدمت کوي په داسې حال کې چې نورخلک د ورځې یوازې ۸ ساعته کار کوي.
کله چې خلک په خواږه خوب کې بیده وي، پولیس دټولنې د ساتنې او امنیت دنده تر سره کوي.
د پولیسو کارکوونکي په ډیرو سختو او خطرناکو حالاتو کې دنده تر سره کوي چې حتی پدې پوهیږي چې خپل عزیزان به یې هیڅکله ژوندي ونګوري. په هر کال کې پولیس ډیر تلفات او مرګ ژوبله هم ویني.
د بنګله دیش په پولیسو کې د ګمارلو او روزنې مقررات
د پولیسو هر غړی باید سخته روزنه چې فزیکي او اکادمیک اړخونه لري، تر لاسه کړي. دوامداره او شدیده روزنه هغوی د فزیکي له اړخه سالم ساتي تر څو د اوږدې مودې لپاره وکولای شي دنده تر سره کړي. په عین حال کې هغوی باید په قانون پوه شي تر څو وکولای شي په قانوني چوکاټ کې خپله دنده سرته ورسوي. په اوسني حال کې د بنګله دیش پولیس خپل کارکونکي په دریو مرحلو کې ګماري:

  • د ساتنمن رتبه
  • د فرعي انسپکتر (Sub-Inspector ) رتبه
  • د پولیسو د سوپر انتندنت مرستیال (Assistant Superintendent of Police ) رتبه

په هرې رتبې کې د ترفیع او روزنې پروسیجر توپیر لري. د پولیسو د پرسونل د روزنې لپاره مختلفې روزنیزې موسسې موجودې دي.


د ابتدایی روزنې موسسې

د مسلکي روزنې موسسې

د بنګله دیش د پولیسو اکادمۍ، سرده، راجشاهي

د پولیسو د کارکونکو کالج

د پولیسو د روزنې مرکز، تنګیل

د بنګله دیش د پولیسو اکادمۍ، سرده، راجشاهي

د پولیسو د روزنې مرکز، کولنا

د پولیسو د روزنې مراکز، تنګیل، لکشمي پور، رنګ پور، کولنا

د پولیسو د روزنې مرکز، لکشمي پور

د کشف د روزنې ښونځی، ډاکه

د پولیسو د روزنې مرکز، رنګ پور

د ځانګړي څانګې د روزنې ښونځی، ډاکه

 

د ترافیکو د روزنې ښونځی، ډاکه

MDTST ، جمامل پور

PSTS ، بتبونیا، رنګامتي

دغه روزنیزې ادارې د پولیس ټول پرسونل ته د هغوی عملیاتي برخو کې تریننګ برابروي. هدف دادی چې د پرسونل په محصول او مدیریت کې پیاوړیتوب رامنځته شي. همدارنګه د روزنې هدف دادی چې ګدونکونکي له دلخواه لارو سره آشنا شي او د هغه وضعیت له چالش سره چې په چټکۍ بدولن مومي، مخامخ شي.
ټول هغه افسران چې په مستقیمه توګه ګمارل کیږي د پولیسو د اکادمۍ له لارښونې سره سم څرنګه چې د بنګال د روزنیز کالج لارښود -۱۹۳۶، د بنګال د پولیسو مقررې – ۱۹۴۳، ۷۸۹ شمیره قاعدې کې راغلي د ټولو نویو پولیسو لپاره ضروري ده. د بنګله دیش د پولیسو اکادمۍ په سرده، راجشاهی او د تریننګ نورو څلور مراکز ابتدايی روزنې چمتو کوي. نور ادارات د پولیسو کارکوونکو ته مسلکي روزنې برابروي.
خو په بنګله دیش کې د ښځینه پولیس لپاره د روزنې کوم جلا لارښود موجود ندی. ټولې ښځې او نارینه باید ابتدايي او مسلکي روزنې په مساوي ډول لاسته راوړي، چې په لاندې ډول دي:

  • ابتدايي تریننګ (ټول هغه افسران چې مستقیماً ګمارل شوي دي)
  • عملي تریننګ (ټول هغه افسران چې مستقیماً ګمارل شوي دي)
  • اساسي تریننګ (یوازې د BCS کدري افسران)
  • مسلکي تریننګ (د پولیسو ټول افسران)

ساتنمنانو لپاره دګمارلو او روزنې پروسیجر
د بنګال د پولیسو د مقررې - ۱۹۴۳، د ۷۴۶ شمیرې قاعدې پر بنسټ، ساتمنان د لاندنۍ پروسې له لارې کمار کیږي.
په عمومه توګه ښځې چې ښونځي خلاص کړي وي او عمر یې له ۲۱ څخه اوچت نوي کولاي شي چې ساتنمنانې شي. همدارنګه هغوی باید د ونې، د سینې اندازې او د بدني سلامتیا معیار پوره کړي.
ټاکل شوي کاندیدان باید د ولسوالۍ په کچه فزیکي تحریري او تقریري آزموینو کې برخه واخلي، له بریالیتوب څخه وروسته، باید د پولیسو په اکادمۍ کې او یا د پولیسو نورو روزنیزو مراکزو لکه تنګیل، کولنا، لکشمي پور او رنګ پور کې د شپږو میاشتو لپاره ابتدايي تعلیمات لاسته راوړي.
الف) د ابتدايي تعلیماتو کورس:
ابتدایی تعلیمات لپاره د:        پاسبان
دوره:                              ۶ میاشتې
موسسه یا اداره:                 د بنګله دیش د پولیسو اکادمۍ، سرده، راجشاهي
یا
د پولیسو نور روزنیز مراکز

د تعلیماتو ویش:

  • مسلکي نظري تعلیمات
  • فزیکي تعلیمات

مسلکي نظري تعلیمات: د پولیسو ضروري قوانینو کې روزنه، د پولیسو دندې او مسئولیتونه او نظم او قانون په تړاو ملي اونړیوال موضوعات
فزیکي تعلیمات: دغه تعلیمات د ابتدايي تعلیماتو یوه سخته برخه ده چې لاندې برخې پکښې شاملې دي:

  • تمرین او پرید (رسم او ګذشت)
  • د ناریه وسلو تمرین
  • انداخت یا د ویشتلو تمرین
  • خنډونه

ب) عملي تعلیمات: کله چې ابتدايي تعلیمات په بریالیتوب سره سرته رسیږي دغه ګمارل شوي ساتنمنان د امتحاني کارکوونکو په توګه د پولیسو مختلفو واحداتو ته استول کیږي. ساتنمنانو لپاره د آزموینې دغه دوره دوه کاله ده. په دغه امتحاني دورې کې کارکوونکو ته دغه فرصت برابریږي چې خپلې عملي روزنې په پولیسي دندو کې عملي کړي. په دغه دوره کې هغوی باید لاندنۍ دندې سرته ورسوي.

  • د ساتنې دنده
  • د (لوړ پوړي چارواکي) محافظت دنده
  • امنیتي دنده
  • د نظم او قانون د ساتنې دنده
  • دمجرمینو، د مخدره موادو قاچاقچیانو، غلو او وسلوالو غلو تعقیبول

له ۲ کلونو امتحاني دورې څخه وروسته هغوی د پولیسو مختلفو واحداتو کې دندې تر سره کوي چې دولت ته خدمت وکړي.
ساتنمنانو ته د عملیاتي ساحې په مطابق لکه تحقیق، د جرمونو مخنیوی، د عامه نظم اداره او نورو برخو کې مسلکي تعلیمات ورکول کیږي.
د فرعي انسپکتر د ګمارلو او روزنې پروسیجر
فرعي انسپکتر د بنګله دیش د پولیس عمده رتبه ده. هغوی د تحقیق، د عامه نظم اداره او د جرم کشف اومخنیوي کې مهم رول لوبوي.
فرعی انسپکتر د بنګال د پولیسو مقررې - ۱۹۴۳ د ۷۴۶ شمیرې قاعدې په مطابق ګمارل کیږي.
په عمومه توګه هغه ښځې چې د فرعي انسپکتر په رتبه کې د افسر په توګه وګمارل شي باید لومړی له یوه پیژندل شوي پوهنتون څخه د لسانس سند په لاس کې ولري. همدارنګه هغوی باید فزیکي، تحریري او تقریري آزموینې سرته ورسوي. له بریالیتوب څخه وروسته هغوی باید د بنګله دیش د پولیسو اکادمۍ کې (سرده او راجشاهي) د یوه کال لپاره ابتدايي (فزیکي او اکادمیک) روزنې پوره کړي.
الف) د ابتدايي تعلیماتوکورس:
ابتدايي تعلیمات لپاره د:        فرعي انسپکتر
موده:                              ۱۲ میاشتې
اداره:                              د بنګله دیش د پولیسو اکادمۍ، سرده، راجشاهي
دتعلیماتو ویش:                  دوه

  • مسلکي نظري تعلیمات
  • فزیکي تعلیمات

مسلکي نظري تعلیمات: د پولیسو د ضروري قوانینو کې روزنه، د پولیسو دندې او مسئولیتونه او نظم او قانون په تړاو ملي اونړیوال موضوعات
فزیکي تعلیمات: دغه تعلیمات د ابتدايي تعلیماتو یوه سخته برخه ده چې لاندې برخې پکښې شاملې دي:

  • تمرین او پرید (رسم او ګذشت)
  • د ناریه وسلو تمرین
  • انداخت یا د ویشتلو تمرین
  • آس ځغلول

ب) عملي تعلیمات: په بریالیتوب سره د ابتدايي تعلیماتو له سرته رسولو څخه وروسته فرعي انسپکتران دامتحاني دورې لپاره د پولیسو مخلتفو واحداتو ته استول کیږي. د فرعي انسپکتر امتحاني موده دوه کاله ده چې په بهیر کې يي هغوی د پولیسو دندې او عملي تعلیمات سرته رسوي.
فرعي انسپکتران باید د عملي تعلیماتو ۲۴ میاشتنې دوره د بنګال د پولیسو مقررې - ۱۹۴۳، د ۷۹۱ شمیرې قاعدې په مطابق په بریالیتوب سره په لاندني محال ویش کې سره تر سره کړي.


د پولیسو واحدات

موده

د پولیسو ماموریت یا حوزه

۶ میاشتې

د ASP سرکل دفتر

۳ میاشتې

د محکمې دفتر

۶ میاشتې

د ریزرف دفتر

۳ میاشتې

د پولیسو ماموریت یا حوزه

۶ میاشتې

د امتحاني دورې له پای څخه وروسته هغوی په مختلفو اداراتو کې د فرعي انسپکتر په توګه ګمارل کیږي. د خدمت د مودې په بهیر کې فرعي انسپکتران د تحقیق، مهاجرت، د جرم کشف، بشري حقونه، او ترافیکو په برخو کې تعلیمات چې کیدای شي د هیواد په ننه یا بهر کې وي، لاسته راړوي.
د رضایت وړ خدمت په صورت کې کیدای شي فرعي انسپکتران د انسپکتر، د سوپر انتندنت مرستیال او داسې نورو رتبوته ترفیع وکړي.
د سوپر انتندنت مرستیال د تعینولو او روزنې پروسیجر
د عامه خدماتو کمیسیون د بنګله دیش د اساسي قانون د ۲۹(۳) مادې او د بنګال د پولیسو د مقررې - ۱۹۳۴، او د ۷۳۳ شمیرې قاعدې په مطابق د BCS  (پولیسو) کدر ګماري.
د حکومت هر مامور د BSC د ۱۹۸۱ قاعدې په مطابق د ۲ کلنې امتحاني دورې لپاره ګمال کیږي. د حکومتي کارکونکو د مقرراتو قانون - ۱۹۷۴، او د دسپلین او اپیل قواعدو ۱۹۸۵ په مطابق مامورین باید د امتحاني دورې په بهیر کې دسپلین او چلند مراعات کړي.
په عمومه توګه څوک چې غواړي د سوپر انتندنت د مرستیال په توګه وګمارل شي باید له یوه پیژندل شوي پوهنتون څخه د لسانس درجه ولري او عمر یې له ۳۰ کلونو څخه زیات نوي. هغوی باید د بنګله دیش د عامه خدماتو کمیسیون تر نظارت لاندې ابتدايي، تحریري، تقریري او رواني آزموینې ورکړي.
د آزموینې دورې په بهیر کې هغوی باید د فکر او کرکتر له اړخه کاملاُ سالم وي، که نه، وبه ایستل شي. هغوی باید رضایت وړ ۲ کلنه امتحاني دوره سرته ورسوي. د سوپر انتندنت مرستیالان باید د یوه کال لپاره د بنګله دیش د پولیسو اکادمۍ کې چې به سرده، راجشاهي کې موقعیت لري ابتدايي (فزیکي او اکادمیک) تعلیمات سرته ورسوي مخکې لدې چې د سوپر انتندنت مرستیال په امتحاني دوره کې وګمارل شي. د سوپر انتندنت مرستیال (امتحاني) تعلیمي پروګرام ډیر جامع دی چې درې مرحلې لري:

  • د ابتدايي تعلیماتو کورس
  • عملي تعلیمات
  • اساسي تعلیمات

الف: د ابتدايي تعلیماتو کورس
ابتدايي تعلیمات لپاره د:        د پولیسو د سوپر انتندنت مرستیال (ASP )
موده:                              ۱۲ میاشتې
اداره:                              د بنګله دیش د پولیسو اکادمۍ، سرده، راجشاهي
د تعلیماتو ویش:                 دوه

  • مسلکي نظري تعلیمات
  • فزیکي تعلیمات

مسلکي نظري تعلیمات: اړونده قوانین، د جزا قانون -۱۸۶۰، د جنایی اجرائاتو قانون ۱۸۹۸، د شواهدو قانون ۱۸۷۲، د بنګال لپاره د پولیسو مقررات ۱۹۴۳، کرمنالوژي، عدلي طب، نور کوچني قوانین، حساب ورکونه او د خدمت قاعدې، عمومي مضامین، د بنګله دیش د جنایي عدلي سیستم عمومیات، د بنګله دیش اساسي قانون، د بنګله دیش پولیس تعلیمات، سازمان او اداره، بشري حقونه، عامه وینا، د پولیسو مسئولیتونه او دندې، د نظم اوقانون او نور ملي او نړیوال اړونده موضوعات پکښې شامل دي.
فزیکي تعلیمات: دغه تعلیمات د ابتدايي تعلیماتو یوه سخته برخه ده په ګډون د:

  • تمرین او پرید: د پښو تمرین، ډلییز تمرین او پرته له وسلې تمرین، د دلګي او قوماندې تمرین او د مظاهرو د کنترول تمرین
  • د ناریه وسلو تمرین: د ټوپک تمرین قومانده، د برچه وهلو تمرین
  • ساحوي تمرین
  • انداخت
  • خنډونه
  • آس ځغلول
  • پرته له وسلې جګړه
  • د سړک مارچ او منډه
  • دریوري
  • لوبې

ب) په ساحه کې عملي تعلیمات: وروسته لدې چې ابتدايي تعلیمات د سوپر انتندنت مرستیال په توګه د بنګله دیش په پولیسو په اکادمي، سرده، راجشاهي کې پای ته ورسیده، دوی د امتحاني دورې لپاره ساحوي واحداتو ته استول کیږي تر څو تعلیمات مکمل، با مفهومه اوګټور شي چې دغه امتحاني دوره شپږ میاشتې دوام کوي. دا دوره پولیسو ته د دغه فرصت ورکوي چې نظري او عملي ساحات سره پرتله کړي. همدارنګه په دغه مرحله کې پولیس ددې پوهه پیدا کوي چې په ساحه او ولسوالیو کې کومې ستونزې موجودې دي.
لاندنی چوکات د عملي تعلیماتو مهال ویش چې د ۷۹۰ شمیرې مقررې، د بنګال د پولیسو مقررې - ۱۹۴۳ په مطابق دی، ښيي:


د پولیسو واحد

موده

ماموریت یا حوزه

۲ میاشتې

د ASP سرکل دفتر

۱ میاشت

د محکمې دفتر

۱۵ ورځې

د ریزرف دفتر

۱۵ ورځې

د پولیسو دفتر

۱ میاشت

د ولسوالۍ استخباراتي څانګه

۱ میاشت

د امتحاني دورې څخه له بریالیتوب وروسته د پولیسو د سوپر انتندنت مرستیال د بنګله دیش د پولیسو مختلفو واحداتو کې ګمارل کیږي. د خدمت دورې په بهیر کې د پولیسو د سوپر انتندنت مرستیال په مختلفو مسلکي برخو لکه تحقیق، مهاجرت، د جنایت کشف، بشري حقونه، ترافیکي سیستم او نورو اختصاصي برخو کې د ننه او بهر کې روزل کیږي. دغه ډول تعلیمات د افسرانو پوهې او تجربې پیاوړي کوي.
د سوپر انتندنت مرستیال د رضایت وړ خدمت په صورت د انعام او ترفیع وړ ګرځي.
ج) اساسي تعلیمات: د بنګله دیش د ملکي خدماتو کارکوونکي د بنګله دیش د عامه ادارې مرکز (سیوره، ډاکه) کې د اساسي تعلیماتو روزنه تر لاسه کوي. د اساسي تعلیماتو په روزنه کې د اساسي قانون او د دولت دنورو مهمو قوانینو تعلیمات موجود دي چې د دولت هر مامور ته ضروري دی. د دغو تعلیماتو نصاب کې مضامین لکه قانون، عامه اداره، اقتصاد، مدیریت، اخلاقي پوهه، د بنګله دیش تاریخ فرهنګ، ګلوبلایزیشن (نړیوال کیدل) بشري حقونه، او نور معاصر موضوعات چې د ملکي مامورینو پوهه زیاتوي تر څو د پیړې په چالشونو باندې بریالي شامل دي.
پایله
د بنګله دیش حکومت او پولیس د افسرانو په ښې او مناسبې روزنې باندې ټینګار کوي. لدې کبله اوسني اړتیا داده ترڅو د پولیسو یو مسلکي ځواک منځته راشي چې راتلونکو چالشونو سره مقابله وکړي. د بنګله دیش د پولیسو له روزنې څخه هدف دادی چې د پولیسو یو داسې ځواک منځته راشي چې په اغیزمنه توګه د ۲۱ پیړۍ جرم او جنایت څخه مخنیوی وکړي. د "تعلیم" اصطلاح یو دوامدر، قصدي او پلان شوی بهیر دی چې د ځانګړي مهارتونو او روشونو د ودې لپاره کاریږي. تعلیمات او تریننګ یو منظم کوښښ دي چې په هغه کې جوړ شوی هدف لاسته راوړي او د بدلون او درک چالشونو ته ځواب ووايي. لدې کبله پولیس په دوامداره توګه د تریننګ پروګرامونو کې ګډون کوي تر څو وکولای شي ملت ته ښه، په وخت، اغیزمن او چټک د نظم او قانون ساتنې، د عامه اړتیاؤ په ځواب کې او د جرم کشف او مخنیوی له لارې خدمات چمتو کړي.

وړاندې کونکې:
ناسیان واجد
د پولیسو د سوپر انتندنت مرستیاله
د بنګله دیش د پولیسو مقر
ډاکه، بنګله دیش