وړاندې کوونکی: مل پاسوال عزیزه نظري
د مسلمانو ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس دافتتاحیه محفل رییس
د لوی خدای په نامه
د کورنیو چارو وزیر، د ښځو چارو وزیره، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره، د ملګرو هیوادونو ګران سفیران او میلمانه، او د ملي شورا غړو په اجازه.
ګرانو حاضرینو او هم مسلکانو!
تاسوته لومړی غواړم چې دغه باشکوه محفل ته ښه راغلاست ووایم، اجازه راکړۍ چې دغه کنفرانس د قرانکریم پر څو آیاتو چې د ګرانې خور فاطمې لخوا قرائت کېږي، پیل کړم.
له آغلې قاري صاحب څخه یوه نړۍ مننه.
د پروګرام په دې برخه کې د افغانستان ملي سرود خپرېږي.
ګرانو حاضرینو او میلمنو!
د خوښې ځای دی چې د لومړي ځل لپاره د ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس د (مسلمان ښځینه پولیس د یوې ډاډمنې راتلونکې راوستلو کې ونډه اخلي) د افغانستان ښکلې پلازمینې کې د تاجکستان، بنګلدیش، پاکستان، قزاقستان، مالیزیا، اندونیزیا، یمن، هندوستان، ایران او افغانستان د ښځینه پولیسو په ګډون دایرېږي.
زموږ کنفرانس ۴ ورځې دوام کوي چې د سیدا (CIDA )، جي، تي، زید (GTZ ) او د ناروې پولیسو موږ سره د دغه کنفرانس په دایریدوکې مرسته کړي ده. دغه ډول کنفرانسونه د اسلامي هیوادونه پولیسو مرستې افغانستان سره ښیی او زه د پورتنیو هیوادونو میلمنو ته په دغه کنفرانس کې ښه راغلاست وایم.
د پروګرام په دغې برخې کې د کورنیو چارو محترم وزیر څخه هیله کوم چې خپله وینا واوروي.
د کورنیو چارو محترم وزیر عالمانه او له محتوا څخه ډکې وینا څخه مننه کوم.
د افغانستان د ښځینه پولیسو تاریخچه
د لومړي ځل لپاره په ګران هیواد افغانستان کې په کال ۱۳۴۶ کې د وخت د دولت د اړتیا په مطابق د دولسم ټولګي ۶ تنه ښځینه فارغانې د پولیسو په اکادمۍ کې جذب او له دریو کلونو څخه وروسته د دوهم څارن په رتبه او لسانس په درجه فارغې شوې.
له دې چې د دولت دغه اقدام له ښه استقبال سره مخ شه، په کال ۱۳۵۰ کې د دولسم ټولګي ۹ تنه ښځینه فارغانې د پولیسو په اکادمې کې جذب او د ۱۳۵۲ کال په میزان کې د لسانس په درجه او د دوهم څارن په رتبه د پولیسو له اکادمې څخه فارغې شوې چې زه او جنرال شریفه رسولي د همدغې دورې له فارغانو څخه یو.
په هغه وخت کې نارینه او ښځینه ددې شوق او علاقه درلوده چې د هیواد د پولیسو لیکو کې شامل شي او هغوی چې له روغتیا او سلامتې لرونکي ؤ او جرمي سابقه یې نه درلوده پدې شرط چې د کانکور په آزموینه کې بریالي شي د پولیسو په اکادمۍ کې شاملیدل.
د پاملرنې وړ ټکی دادې چې کورنیو پدې رضایت ښوده چې د هغوی لورګانې د پولیسو لیکو او ټولنه کې کاروکړي خو له بده کبله اوس د سیاسي او ټولنیزې وضعې په پاملرنې سره ډیر لږ شمېر کورنۍ دې ته حاضریږي چې خپلو لورګانو ته اجازه وکړي چې له کور څخه بهر په تیره بیا د پولیسو په مقدس مسلک کې کار وکړي.
د پروګرام پدې برخه کې له ډاکتر حُسن بانو غضنفر، د ښځو چارو وزیرې څخه هیله کوم چې ګرانو حاضرینو ته خپله وینا واوروي.
د ښځو چارو د محترمې وزیرې له پرمحتوا وینا څخه په مننې سره د یادونې وړ بولم چې د ښځو چارو وزارت د ۱۳۸۶ جاري کال کې د هیواد د استرداد استقلال کلیزې په ویاړ یو شمېر د پولیسو ښځینه افسرانې د تقدیر وړ وګرځولې چې په دغه اړه غواړم د دغه وزارت له پاملرنې څخه مننه وکړم.
په تیرو وختونو کې د ښځینه کمیسارانو تر څنګ، ښځینه ساتنمنان هم د پولیسو له اکادمۍ، د مرکز او ولایاتو له تعلیمي مرکزونو څخه فارغیدې او د ټولنې خدمت ته وړاندې کیدې چې د هغه وخت افسرانو او ساتمنانو څخه یو لږ شمېر تر اوسه هم د پولیسو په لیکو کې پاتې او نوریې د وخت جبر د پولیسي ځواک څخه لرې ساتلي دي.
د پروګرام په دې برخې کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشري ډاکترې سیما ثمر څخه غوښتنه کوم چې خپله وینا واوروي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له مشرې څخه یوه نړې مننه.
د پروګرام پدې برخه کې د کانادا ښاغلي سفیر څخه هیله لرم چې خپله وینا واوروي.
د کانادا له محترم سفیر څخه مننه چې د افغانستان د پولیسو په تیره بیا د ښځینه پولیسو سره یې د خپلې مرستې یادونه وکړه او له تیرو وختونو څخه پدې برخه کې د هغوی مرستې مشهودې دي.
اوس د فدرال آلمان له ښاغلي سفیر څخه غوښتنه کوم چې په دې هکله خپله وینا واوروي.
د فدرال آلمان له محترم سفیر څخه ډیره زیاته مننه.
موږ ښځینه پولیس له هغو خویندو څخه چې په پارلمان او دولتي لوړو کرسیو کې کار کوي هیله لرو چې د پولیسو لیکوکې د ښځینه پولیسو جذب کې مرسته وکړي څرنګه چې هغوی په دغه نارینه سالاره ټولنه کې د ښځو د حقونو اعادې لپاره مبارزه کوي.
اوس د دوست هیواد د ناروې له ښاغلي سفیر څخه غوښتنه کوم چې خپله وینا واوروي.
د ناروی هیواد له همکاریو او مرستو څخه چې د پولیسو سکتور په تیره بیا د ښځینه پولیسو په برخه کې له تیرو وختونو څخه ادامه لري، او د ښاغلي سفیر پر محتوا وینا څخه مننه کوم.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اساسي قانون ۲۲ ماده داسې حکم کوي:
(د افغانستان د وکړو تر منځ هر ډول تبعیض منع دی، د افغانستان وکړي نر او ښځې د قانون په وړاندې برابر حقوق او وجایب لري.
اوس د یونیفم له محترمې رئیسې څخه غوښته کوم چې خپله وینا واوروي.
د یونیفم له محترمې رئیسې له با ارزښته وینا څخه مننه کوم.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون ۲۴ ماده داسې حکم کوي:
آزادي د انسان طبعي حق ده دغه حق د نورو او عامه مصالحو جز ده چې د قانون پواسطه تنظیم شوی ده او حدود نلري، آزادي او انساني کرامت له تعرض څخه مصئون ده، دولت د انسان آزادي او کرامت ته احترام او د ساتنې مکلفیت یې لري.)
د پروګرام پدې برخه کې د ملګرو ملتونو له خاص استازي څخه هیله کوم چې خپله وینا وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو له خاص استازي څخه زیاته مننه.
له دغه کنفرانس څخه زموږ هدف داده چې خپل ښځینه پولیسي چارې، د نورو اسلامي هیوادونو سره منسجمې او همغږي کړو تر څو د تجربو د شریکولو له لارې د افغاني ښځینه پولیسو مسلکي ظرفیت او توان لوړ شي. د دغه بهیر او همکاري د لاښه والي لپاره وړاندیز کوم چې د اسلامي هیوادونو د ښځینه پولیسو د انجمن بنسټ کیښودل شي تر څو د دغه ډول کلنیو کنفرانسونو دوام ته لاره هوادره شي. د پروګرام په پای کې له ټولو وینا کونکو او هم مسلکانو څخه مننه کوم.
اوس تاسو د شپې ډوډۍ ته رابولم.
مننه
مل پاسوال عزیزه نظري
د کورنیو چارو د وزارت د پاسپورت رئیسه
|