|
د افغانستان د ملی پولیسو د مخدره موادو په ریاست کې ښځینه پولیس
سمونیار ګل غتی شیرزی
د مسلمانو ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس
د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر ۲۱ – ۲۵، سرینا هوتل، کابل افغانستان
د ګرانو میلمنو او مسلکي پولیسو په اجازه
لومړی غواړم پولیسو خویندو ته ښه راغلاست ووایم چې په دغه کنفرانس کې د نظریاتو د تبادلې او زمونږ د ښځینه پولیسو لیدلو ته له مختلفو اسلامي هیوادونو څخه راغلي دي. زما نوم ګل غتی او فامیلي نوم مې شیرزی دی. سمونیار زما رتبه ده. زه په کال ۱۹۸۰ کې د دپلوم په لاسته راړلو سره د پولیسو له اکادمۍ څخه فارغه شوم. سره لدې چې ما د جنایی جرمونو د څیړنې په ریاست کې د مجرمینو د څیړنې او پیژندنې په برخه کې زیات کار کړی، د پولیسو په نورو مختلفو برخو کې مې هم د پولیسو د افسر په توګه دنده تر سره کړې ده.
یوه روښانه خبره ده چې د مخدره موادو کښت او قاچاق په زموږ هیواد کې یو عمده تهدید بلل کیږي چې د وسلوالو او جنایی ډلو لخوا پر مخ بیول کیږي. د هغوی فعالیتونه د فساد لامل ګرځي او د مخدره موادو قاچاق، ترهګري او سازمان شویو جنایاتو ته اقتصادي ملاتړ برابروي.
قضايي او حقوقي پولیس په کال ۲۰۰۷ کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو د ریاست په چوکاټ کې تاسیس شه. په کال ۲۰۰۶ کې د مخدره موادو ۴۱۸ قضیې وارزول شوې، چې ۵۵۵ نارینه او ۵ ښځینه پکښې شاملې وې. په کال ۲۰۰۷ کې ۲۳۵ قضیې چې ۲۶۳ کسان پکښې دخیل وه د ارزونې لاندې ونیول شوې او د نورو پلټنو او تحقیقاتو لپاره د مخدره موادو ځانګرو څارنوالانو ته ولیږدول شوې. په کال ۲۰۰۶ کې ۲۷ قضیې زما په لاس د څیړنې لاندې ونیول شوې.
د مخدره موادو د قضیو ارزونې په لاندې ډول تر سره کیږي:
قضیې له ولایاتو څخه کابل ته لیږدول کیږي. وروسته لدې چې پولیس دغه قضیې ارزیابي کړي او پرې تصمیم ونیسي، د څیړنې ریاست ته لیږدول کیږي. څیړونکي دغه اسناد چې د نیولو فورمه، د تالاشي فورمه او د نیول شویو مخدره موادو بیلګه پکښې شاملې دي، مطالعه کوي او تصمیم نیسي چې قضیه ومني که نه. د جنایي جرایمو د قانون د (۵)۴۱.۷ برخې پر بنسټ وروسته لدې چې څیړونکي خپلې نظریې ورزیاتوي قضیه د مخدره موادو د ریاست ټاکل شوي څارنوال ته لیږدول کیږي. د مخدره موادو بیلګه د تحلیل او تجزیې لپاره لابراتوار ته لیږدول کیږي. د شکمن مبایل تیلفون استخباراتي تجزیې ریاست ته لیږدول کیږي. وروسته قضیه د مخدره موادو لوی څارنوال ته لیږدول کیږي.
د ۲۰۰۷ کال په پیل کې زه د ملي پولیسو په مرکز کې د جنایي جرایمو د څیړنو یو میاشتنی کورس کې شامله شوم. د کورس د سرته رسولو څخه وروسته د شکمن د پیژندنې دفتر کې مې په کار پیل وکړ. په دغه دفتر کې ۱۷۳ تنه شکمن وپیژندل او ثبت کړل شول. د پیژندلو او نومونو ثبت څخه وروسته ما د ۳۰۵ د ګوتو د نښان فورمو، د ۵۳۰ د لاس د ورغوي فورمو، د ۳۰۵ د اندکس کارتونو او د ۳۰۵ د مجرمینو د عکسونو د فورمو د تکمیلولو مسئولیت درلود چې وروسته مې د کورنیو چارو وزارت د جنایي څیړنو د عمومي ریاست د کرمنال تخنیک برخې ته واستول.
په پای کې غواړم له تونیتا مري چې د کانادا څخه ده او د ناروې د پولیسو غړې ان لویس اکسیت څخه چې د افغاني ښځینه پولیسو د مسلکي مهارتونو په پیاوړتیا کې یې ډیرې ستونزې ګاللي، د زړه له کومې مننه وکړم.
|