|
اسلام علیکم
آغلو او ښاغلو
ماته د ویاړ ځای دی چې په دغه کنفرانس کې ونډه اخلم او راټول شویو ګډونکوونکو ته د وینا اجازه او ویاړ راپه برخه شوی دی. غواړم د افغانستان له حکومت، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او آغلی تونیتا مري، د دغه وزارت د پولیسو د جندر سلاکارې څخه مننه وکړم چې ماته یې د دې فرصت راکړ چې د نورو مسلمانو هیوادونو د پولیسو له افسرانو سره د زړه خواړه وکړم او هغوی څخه یې زده کړم.
دې ته سترګې په لاره یم چې نظریات او معلومات سره تبادله کړو، د پولیسو خدمات سره پرتله کړو او شباهتونه پیدا کړو تر څو موږ ټولو سره مرسته وشي چې یوه ښه راتلونکې ولرو. ددې دعا کوم چې دغه کنفرانس د مسلمانو ښځینه پولیسو ترمنځ خوري رامنځته کړي او د هغوی د دوستي اړیکه نورهم پیاوړي شي.
زه یوه مخ پرودې هیواد پورې اړه لرم چیرته چې یوازې د نارینه او ښځو په ګډون پرمختګ شونی دی . ښځې د پاکستان نیمایی نفوس جوړوی. په وروستیو لسیزو کې په پاکستان کې د ښځو او نجونو ژوند کې د پام وړ پرمختګونه راغلي دي خو تر اوسه هم ښځې د بیسوادۍ، دوامداره مورتوب او بدې روغتیا د معیوبیتونو لخوا چاپیر شوي دي. ښځې د ټولنیزو او دودیزو نورمونو او عاداتو پربنسټ د قانوني او ټولنیز توپیر او تعصب سره مخ دي.
څرنګه چې موږ ټول پدې پوهیږو چې د نړۍ په دغه برخه کې ښځې د نارینه تر کنترول لاندې یوه ټولنه کې ژوند کوي چې پخپله هغوی له بې عدالتي، ظلم او رنځ سره مخامخ کوي. زه کله ناکله د هغوی د تحمل ظرفیت ته حیرانه پاتې کیږم.
د دې لپاره چې د مخ پرودې هیوادونو ښځې پیاوړي شي، مهمه داده چې هغوی ته مناسب چاپیریال برابر شي او د هغوی اقتصادي حالت پرمختګ وکړي، مالي خپلواکي به هغوی دې ته وتوانوي چې د مساواتو حق او انتخاب آزادي لاسته راوړي او هغوی سره به مرسته وکړي چې خپل بشپړ پوتانسیل ته ورسیږي. هغوی باید په خپل باروري (د ماشوم انتخاب) باندې کنترول ولري، خپل واده او د ماشوم زیږون وځنډوي، او پدې وتوانیږي چې د خپل ځان او ماشومانو څخه ښه ساتنه وکړي تر څو د روغتیا څخه ډک او خوشحاله ژوند ولري.
پاکستان پدې کوښښ کې دی چې دولتي پالیسي ګانې او پروګرامونه جندر ته پاملرنه وښيي او ښځې د پرمختګ په بهیر کې په مساوي توګه ونډه واخلي. له دغه امله، د معارف په برخه کې، په ښونځیو کې داخله پورته تللی ده. د ماشومانو د روغتیا شاخصونه لکه معافیت او د ماشوم مرګ او میر د هلوکانو او نجونو په برخه کې ښه پرمختګ شوی دی. د ښځو لپاره لاښه روغتیایي خدمتونه چمتو کیږي، د کار په ډګر کې د ښځو ونډه زیاته شوې، او په سیاسي ډګر کې د هغوی دخالت او ونډه اخیستنه هم پورته تللی ده.
آغلو او ښاغلو
د ۱۹۹۰ لسیزې څخه راپدیخوا، د پاکستان حکومت یو چاپیریال منځته راوړي چې د جندر مساواتو لپاره مناسب دی. پاکستان د ښځو په وړاندې د هر ډول توپیر د له منځه وړلو کنوانسیون (CEDAW ) تصویب کړي دی. اوس پاکستان باید قانوني چوکات منځته راوړي چې د CEDAW مواد په خپل کورنی قوانیو کې شامل کړي. همدارنګه، د ښځو او مدني ټولنې په منځ کې د CEDAW په باب د زیاتې خبرتیا اړتیا ترسترګو کیږي. د ملي پلان عمل (۱۹۹۸) او د ښځو پرمختګ او پیاوړتیا ډلې پالیسي (۲۰۰۲) د جندر مساواتو د پرمختګ لپاره خاصې پالیسي ګانې جوړې کړي دي. د ښځو د وضعیت په باب یو ملي کمیسیون (۲۰۰۲) جوړ شوی دی. دغه کمیسیون د اغیزمنې پالیسي لپاره باید د عملي کولو میکانیزمونه او د مظبوطو پالیسي ګانو اندازه ګیري منځته راوړي.
په دې وروستیو کلونو کې حکومت ښځې دې ته هڅولي چې اردو او هوايي ځواکونو سره یو ځای شي. ددې لپاره چې د ښځو سیاسي ګډون یقیني شي، په محلي شوراګانو کې ۳۳٪، او په ولایتي او ملي شوراګانو کې ۱۷٪ څوکې ښځو ته ځانګړي شوي دي. په دولتۍ مامورینو کې د ښځو کچه ۱۰٪ ته لوړه شوې ده. په اوسني حال کې قانون جوړونکي او وکیلان د هغو قوانینو اصلاح باندې کار کوي چې د ښځو په وړاندې توپیر او تعصب لري.
خو تر اوسه هم د جندر نامساوات موجود دي. د پاکستان په شان په یوه هیواد کې رواجونه او عادات د ښځو په ښې ګڼې باندې ژوره اغیزه لري. د يوه رپوټ پر بنسټ، کورنی چاپیریال کې د عاداتو او قانون تر منځ اړیکه هغو فرصتونو باندې چې ښځو ته برابر دي، تعریفوي، همدارنګه هغو خنډونو باندې اغیزه اچوي چې ښځې د لومړي اړتیا لکه معارف او روغتیا په توګه ورسره مخ دي. قوانین ښايي کافي نوي چې دهغوی برخلیک بدل کړي، همدارنګه د هغو ادارو اړتیا چې ښځې پدې وتوانوي چې له موجوده قانوني ساتنې څخه ګټه پورته کړي، په هماغه اندازه مهمه ده. له بده کبله په پاکستان کې د پالیسیو او د تطبیق تر منځ تشه موجوده ده. د تطبیق دغه نشتوالی زمونږ د پیاوړې کوونکو پالیسیو د بریالیتوب مخه نیسي. بی سوادي خپله د معلوماتو لاسته راوړلو او د ټاکنو د بهیر او سیاسي موضوعاتو په وړاندې لوی خنډ ده. مونږ له پالیسی جوړونکو څخه هیله لرو چې د اوږدې مودې اقدامات منځته راوړي تر څو داسې یو چاپیریال منځته راشي چې په ترځ کې یې د جندر تشه له منځه ولاړه شي.
آغلو او ښاغلو
ماته اوس اجازه راکړې چې په پاکستان کې د ښځینه پولیس تاسوته در وپیژنم. د پولیسو ښځینه افسزانې د لومړۍ ځل لپاره په کال ۱۹۷۶ کال کې په سند ولایت کې وټاکل شوې. ۳۰ تنه ښځې وټاکل شوې ترڅو حمایوي او اداري دندې سرته ورسوي. دا درک موجو ؤ چې ښځې فساد ته لږ او تفصیلاتو ته د پاملرنې زیات تمایل لري. تدریجاً ښځې د پولیسو نورو رولونوکې وټاکل شوې او د جندر تناسب منځته راغلی.
په کال ۱۹۹۸ کې د لومړۍ وزیر بی نظیر بوټو لخوا د ښځینه پولیسو ماموریتونه جوړ شول. دغه هغه ځایونه ؤ چیرته چې ښځې په آسانی د شکایت کولو لپاره مراجعه کوله او که په جرم تورنې وې ورته پناهځای ورکول کیده. دغه ماموریتونه په ټولو مهمو ښارونو کې منځته راغلل او هغه ښارونه په کوم کې چې موقعیت یې درلود، د دغو ماموریتونو د صلاحیت لاندې وه. په اوس حال کې موږ په ټول هیواد کې د ښځینه پولیس ۹ ماموریتونه لرو چې ۳ په پنجاب کې، ۳ په سند کې، دوه په سرحدي ولایت کې او یو د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې موجود دی.
په اسلام آباد کې د ټولو ښځینه پولیسو شمیره ۱۶۹ ته رسیږي. هغوی د ښځینه پولیسو ماموریت کې کارکوي او د امنیت ساتنې او ترافیکو دندې هم تر سره کوي. په اسلام آباد کې د ښځینه پولیسو ماموریت له مختلفو جنایاتو سره سراوکار لري خو د کورني زورزیاتي قضیې زیاتې دي.
د ښځینه پولیسو ماموریت پناهځاي د کورني تاوتریخوالی په حال کې په تیره بیا چې د ښځې او خاوند تر منځ وي، د منځګړي په توګه عمل کوي.
له ټولو شدید تاوتریخوالی چې ښځې په پاکستان کې ورسره مخ دي کورنی زورزیاتی، جنسي تیری، د عفت وژنې او زنا دي. تر ټولو زیات قربانیان بې وزلي او د منځنې طبقې ښځې دي چې د ظالمانه رواجونو په وړاندې زیان مننونکي دي. ښځې د مَهر غوښتنو لپاره سوځول کیږي او د واده د انتخاب حق ورته نه ورکول کیږي. له تعصب څخه ډک قوانین د ستونزو د زیاتوالی لامل ګرځي. ښځې د ښو قوانینو، پناهځایونو او ښه پولیس ځواک په بڼه ټولنیز او قانوني ساتنې ته اړتیا لري. په پاکستان کې د پولیسو د روزنې انستیتیوتونه د جندر د حساس کولو په نامه پرانستل کیږي. ورکشاپونه او سمینارونه دایریږي ترڅو د ټولو خواوو خبرتیا کچه لوړه کړي دغه حساس کول باید مذهبي-کلتوري چاپیریال کې منځته راشي.
ښځینه او نارینه پولیسو ته یو شان روزنه ورکول کیږي. هغوی ته قوانین، مالي قواعد، پولیسي مقررات او د عدلي پوهنې زده کړې ورکول کیږي. د تروریزم ضد کورسونه، لومړنې مرستې او فزیکي روزنه هم ورته ورکول کیږي. په پولیسو کې د نویو افسرانو لپاره د چاپیریال جوړول، پولیس او حکومت ته زیات لومړیتوب لري. مسلکیتوب باندې په ټینګار سره د هغوی د روزنیزې اړتیاوې معیار باید لوړ شي.
په اوسني حال کې، د ښځینه پولیسو ماموریتونه د جندر تعصب له امله رول کې کوچنۍ شوي او هغه رول نه ترسره کوي کوم ته چې تاسیس شوي وه. پالیسي جوړونکو او اړونده چارواکو سره باید کار وشي ترڅو د ښځینه قربانیانو او تورنو سهولت لپاره کارو وکړي او د ټولنې یوې مظلومې برخې ته د هیلو روښنایي ورپه برخه کړي.
آغلو او ښاغلو
راتلونکی زموږ په لاس کې ده یوازې مونږ باید زیار وباسو تر څو هغوی ته بدلون ورکړو. سره لدې چې بدلون رامنځته شوی خو باید په زیاته چټکۍ حرکت وکړي ترڅو دغو توپیرونو باندې بریالي شو. د پالیسي جوړونکو او عادي خلکو تر منځ د اړیکې نشتوالی باید د دواړو تر منځ دهمغږی او اړیکې په واسطه رامنځته شي.
یوازې ښځې دغه کار سرته رسولی شی خو هغوی باید دغه کار د کلک تعهد او عقیدې سره ترسره کړي. د ښځو یوه متعهده ډله باید منځته راشي او د مذهبي –کلتوري بافت سره وتړي. د دغې ډلې نشتوالی د جندر د پرمختګ پلانجوړونه ښځو سره د یوې راتلونکې په لور مرسته کوي.
آغلو، ماته ددې اجازه راکړې چې ځان تاسوته دروپیژنم. زما نوم هلنا اقبال سعید ده، او په یوه هیواد کې چې ۱۶۰ ملیونه وګړي لري زه یوازنې د پولیسو ښځینه افسره یم چې د پولیسو د مدیریت کادر جوړوم. څه لامل وګرځید چې زه د پولیسو یوه افسره شم؟ څه شی دی چې ما هڅوي چې د پاکستان پولیسو کې پاتې شم: لومړی څرنګه چې مخکې ما وویل په پاکستان زه لومړنی او یوازنی د پولیسو افسره یم. سره لدې چې یوه ښځه دوه وارې زموږ لومړي وزیره پاتې شوې، سره لدې چې زموږ یو زیات شمیر ډاکتران ښځې دي، خو له بده کبله د زیاتو لاملونوله امله، زموږ پولیسي ځواک له سړیانو څخه ډک دی، زه پدې فکر وم چې یو څوک باید دود مات کړي او نوی مقررات وټاکي. زه خوښه یم او پدې ویاړ کوم چې هغه شخص یم.
دوهم، زه فکر کوم چې موږ په پولیسو کې زیات شمیره ښځو ته اړتیا لرو. دا یوازې د شخصیت او خپل ځان احترام او یا د جندر مساوات ندی. دغه موضوعات مهمې دي خو شخصاً ماته د ملیونونو ځوانو ښځو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده او له دندې څخه رضایت ما پدې توانوي چې خپل موقف د ښځو په خدمت کې کیږدم.
حتی په لویديځو هیوادونو کې چیرته چې ښځې او نارینه زده کړې لري، چیرته چې د دین او مذهب رول کم دی، چیرته چې قوانین په اسانی توګه پلی کیږي، د جنسي تیری، زنا، ناوړه ګټه اخیستنې او نورو جنایاتو ښځینه قربانیانو ته څومره ستونزمنه ده چې د شهادت لپاره حاضرې شي. څوک کولای شي چې پوه شي چې کله ښځې په یوه هیواد کې د نارینه تر کنترول لاندې وي د ښځینه قربانیانو وضعیت به څرنګه وي. زه نشم کولای چې هغه زړه بګنونکی تجربه چې زه یې لرم، بیان کړم. زه پوهیږم چې ښځې د نورو ښځو په مخکې راغلي، خو په یونیفورم کې.
زما په هیواد کې ډیرې زیاتې ښځې شته چې ددې خوب هم ندی لیدلی چې یوه ورځ د پولیسو افسرانې شي. د تاریخ وزن، د توپیر یوه هزاره (زر کلونه) او د بد چلند دغه لَکه پرځای پریښی ده. دا حقیقت چې زه یوازنې د پولیسو افسره یم چې د پاکستان له ملکي پولیسو سره یوځای شوې یم، زما پر اوږو دروند پیټی بلل کیږي.
غلو او ښاغلو
څو کاله کیږي چې په پولیسو کې په څو بستونو کې مې دنده تر سره کړیده، او خپلو لویدیځوالو دوستانو ته غواړم ووایم چې: تاسو پدې نه پوهیږۍ چې د دریمې نړۍ په یوه هیواد کې يوې ښځې لپاره څومره ستونزمن کار دی چې پولیسو څخه مرسته وغواړي.
هغه دیوالونه چې د ټولنې، تاریخ او تعصب په واسطه دریدلي وي ډیر ویروونکي ښکاري، بې مفهومه ښکاري – او پداسې حال کې چې معارف، مساوات، ټولنیز او نور حقونه هغه څه دي چې ښځې ورته اړتیا لري – په هر هیوادکې، په تیره بیا د یو مخ پرودې هیواد کې هغه کوم شی دی چې ښځو ته تر ټولو زیات اهمیت لري؟ دا یوازې پولیسو ته یو آسانه، مصئونه، اغیزمنه او له ټولنیزه اړخه د منلو وړ لاسرسی دی.
په انفرادي توګه زه هیڅ څه نه یم، یوازې له پاکستان څخه د پولیسو یوه افسره یم خو په سمبولیک ډول، زه د خپل هیواد د ۸۰ ملیونو ښځو لپاره د هیلې د یوې نرۍ او پراخیدونکی اشعې استازې یم.
آغلو او ښاغلو
لطفاْ په یاد ولرې چې زموږ هدف دې ته محدود ندی چې د ټولو هیوادونو په پولیسو کې د ښځینه پولیس شمیره زیاته کړو. زموږ رول باید داوي چې د پولیسو ټولو افسرانو – نارینه او ښځینه چلند د نړۍ ټولو ښځو وضعیت ته بدلون وکړي.
|