|
د جندر د شاملولو واحد، د افغانستان ملي پولیس
سمونمل حکمت شاهي
د مسلمانو ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس کې وړاندې شوې مقاله
کابل، افغانستان
د اکتوبر ۲۱ – ۲۵، ۲۰۰۷
د مهربان او بخښونکي خدای په نامه
د "جندر" اصطلاح د نارینه او ښځو ترمنځ ټولنیزې او فرهنګي اړیکو ته اشاره کوي چې د هغوی تر منځ غیر بیالوژیکي توپیر منځته راوړي. دغه اصطلاح د ښځو او نارینه ټولنیز رولونو، او فرهنګي، اقتصادي او سیاسي فرصتونو لپاره کاریږي. جندر یوه ټولنیزه نظریه ده. په نورو کلماتو، جندر د جنس یا بیالوژي په واسطه نه تعینیږي، خو د هغه شي پواسطه تعینیږي چې ټولنه یې نارینه او ښځو ته د مناسبو رولونو، اړیکو او حقونو په سترګه ګوري. دا پدې معني ده چې په مختلفو ټولنو او مختلفو نسلونو کې د نارینه او ښځو رولونه، مسئولیتونه او اړیکې بدلون مومي. لدې کبله جندر ذاتي ندی او بدلون منونکي دی. سره لدې چې په نړیواله توګه د جندر مساوات او برابري د هر فرد حق دی په زیاتو ټولنو کې ښځو ته د نارینه په پرتله په ټیټه سترګه کتل کیږي او د اعمالو آزادي یې محدوده ده.
د افغانستان د اساسي قانون د ۲۲ برخې پر بنسټ چې د ښځینه او نارینه تر منځ مساوات ښیي، د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د جندر واحد د دغه وزارت په ټولو ریاستونو کې د جندر د مساواتو مسئولیت لري. دغه واحد د جندر مساواتو لپاره پالیسي ګانې، پروسیجرونه او پروګرامونو ته وده ورکوي او وړاندیز یې کوي، او په هیواد کې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي او د ښځو بیوزلي لاملونه تجزیه او تحلیلوي او په لاندې ډول ستونزو ته د حل لارې لټوي:
- هغه اقدامات چې په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د خلکو د ژوند کیفیت ته وده ورکوي.
- د بیوزلي د له منځه وړلو لپاره په پروګرامونو کې د ښځو ونډه، د دندو برابرول، ټولنیز عدالت او اقتصادي لارښونې، ځکه چې ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي.
د جندر پروګرامونه دواړه جنسونو لپاره کارکوي لدې کبله چې هدف دادی چې د ټولو لپاره مساوات او عدالت په یوه شان ډول تامین شي، خو لدې کبله چې ښځې د نارینه په پرتله د زیات تبعیض سره مخامخ کیږي، د جندر اکثره پروګرامونه داسې جوړیږي چې د ښځو لپاره عدالت لاسته راوړي. د جندر د عدالت لاسته راوړلو لپاره لاندني وړاندیزونه کیږي:
- د دندو د فرصتونو له لارې د ښځو د پوهې، مهارتونو او توان د کچې لوړول.
- د ښځو د خبرتیا د کچې لوړول.
- د حکومت په پالیسي ګانو کې د جندر موضوعات.
د قانون د تنفیذ پولیس کولای چې د جندر له مساواتو څخه ملاتړ وکړي او د ښځو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي ځکه هغوی کولای شي هغه قوانین نافذ کړي چې د ښځو ساتنه کوي او د جندر د نامساواتو مخنیوي کوي. په ننه او بهر کې کنفرانسونه او ورکشاپونه کولای شي د ښځو د خبرتیا کچه لوړه کړي، هغوی ته تجربه ورپه برخه کړي، ظرفیت یې لوړ کړي او د هغوی د کار توانایی ته وده ورکړي.
د جندر هدف دادی چې د ښځې او نارینه تر منځ مساوات منځته راوړي او په برابر ډول دواړه جنسونه یو ویاړونکي ډګر وګرځوي.
زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې ښځې له ټولو څخه زیات زیان لیدلي دی، زیاته اړتیا لیدل کیږي چې هغوی وهڅول شي تر څو خپل مسلکي مهارت او ظرفیت لوړ کړي او د مهارتونو پر بنسټ هغوی ته د دندو فرصتونه برابر شي. زموږ په ملي ټولنه کې د جندر برابري او مساوات زیات اهمیت لري. مونږ باید د هغوی ستونزې حل کړو او هغوی ته ډاډ ورکړو چې هغوی هم ددې توان لري چې په کلک عزم سره خپل هیواد ته خدمت وکړي.
له مهمو موضوعاتو څخه یو هم د ښځو په وړاندې زورزیاتی او تاوتریخوالی دی چې د جندر مساواتو باندې اغیزه اچوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو په وړاندې د زورزیاتي د له منځه وړلو اعلامیه (۱۹۹۳) د ښځو په وړاندې زورزیاتی په لاندې ډول تشریح کوي:
...د ښځو په وړاندې زورزیاتی د ښځو له حقونو او اساسي آزادیو څخه سرغړونه ده او دغو حقونو او آزادیو ته زیان رسوي یا بې اغیزه کوي یې، ...د ښځو په وړاندې زورزیاتی د ښځو او نارینو تر منځ د تاریخي نابرابرو اړیکو ښکارندوی دی، چې د نارینه لخوا ښځو باندې د تسلط او په وړاندې یې د تبعیض او توپیر لامل ګرځیدلی دی...
زورزیاتی یوه پدیده ده چې ښځې ورڅخه رنځ وړي یوازې له دې کبله چې هغوی ښځې دي.
د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د جندر د واحد د بریالیتوب لپاره موږ لاندني وړاندیزونه لرو:
- له ښځو څخه باید ملاتړ وکړو، د دندو فرصتونه ورته برابر کړو او د هغوی مسلکي روزنې او د ظرفیت لوړولو لپاره لاره هواره کړو، او چیرته چې امکان ولري قرباني ښځو ته مالي مرستې برابرې کړو.
- باید د ښځو په وړاندې د زورزیاتي په باب د اسلام لارښونې، د هیواد قوانین او نړیوال پیمانونه او معاهدې د ډلییزو رسنیو لخوا خپاره شي.
- د جګړو ښځینه قربانیانو باید له رواني اړخه درملنه وشي. په یو شمیر حالاتو کې ښځې د جګړې له امله مخدره موادو باندې روګدي شوي دي.
- د حکومتي او ناحکومتي اداراتو په مرسته ملي پولیسو ته د ښځو جلبولو لپاره باید عامه کمپاینونه په لاره واچول شي.
- باید د ملي پولیسو ټولو غړو مسلکي مهارتونه پرمختګ وکړي.
- د جندر واحد لپاره باید د دفتر وسایل او سهولتونه برابر شي تر څو وکولای شي په وزارت کې ښځو ته مناسب خدمتونه وړاندې کړي.
- د ټولو اسلامي هیوادونو په ګډون د مسلمانو ښځینه پولیسو یوه ټولنه باید جوړه شي.
په پای کې زه د ټولو هیوادونو د مسلمانو ښځینه پولیسو لپاره د یووالي، سیمییز امنیت او د کورنیو چارو وزارت د جندر د واحد د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره هیله کوم.
ژوندی دې وي سوله په ټوله نړۍ کې
ژوندی دې وي د ښځو یووالی په ټوله نړۍ کې |