Speech by Jamila Bayaz

International Islamic Police Women’s Conference

held

October 21 to 15, 2007

at the

Serena Hotel

Kabul, Afghanistan

د افغانستان د ملی پولیسو د مخدره موادو په ریاست کې ښځینه پولیس

وړاندې شوې مقاله د مسلمانو ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس کی،  کابل، افغانستان، د میزان 29 تر عقرب 3، 1386

وړاندې کوونکی: جمیله بیاض

د درنو میلمنو او همسلکانو په اجازه!

لومړی خپلې ګرانو خویندو څخه چې له مختلفو اسلامي هیوادونو څخه د افکارو تبادلې او د ښځینه پولیسو لیدنې لپاره زموږ هیواد او دغه کنفرانس ته راغلی دي ښه لاغلاست وایم.
دوهم، غواړم خپل ځان په لنډ ډول تاسو ته دروپیژنم.
زما نوم جمیله او فامیلي نوم مې بیاض دی. په کال ۱۳۵۹ کې د پولیسو له اکادمۍ څخه فارغه شوې یم او ۲۶ کاله کیږي چې د پولیسو په سپیڅلي مسلک کې له پولیسو ورونو سره اوږه په اوږه دنده تر سره کوم. ۱۰ کاله مې د کابل نړیوال هوايي ډګر په قاچاق مدیریت کې دنده تر سه کړه او نور مې د استنطاق په برخه کې دنده تر سره کړې ده.
کله چې د مخدره موادو ضد ریاست د کورنیو چارو وزارت مخدره موادو ضد معینیت په چوکات کې په کال ۱۳۸۳ کې تاسیس شه، ما هم په هغه ریاست کې د افسر په توګه دندې ته مې پیل کړې او تر اوسه پورې پکې بوخته یم.
ټولو ته ښکاره خبره ده چې مخدره مواد لکه چرس، هیرويین، تریاک، مورفین او نور کیمیاوي مشتقات یې په ټوله نړۍ کې ګرمه موضوع ده ځکه مخدره مواد هغه وژونکي او مهلکه ناروغي ده چې په داخل او بهر کې په زرهاوو ځوانان پرې ککړ دي چې دغه ځوانان نه یوازې خپل ژوندیې مرګ سره مخامخ کړی بلکې د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار دي.
د دغه مطلب په درک سره او ترڅو وکولای شم د قاچاق وړونکو چې د کپسول له لارې مخدره مواد قاچاق کوي، مخه ونیسم، په کال ۱۳۸۴ کې د CTTF ۳ میاشتنی کورس چې د مخدره موادو ضد قانون او د جزا موقت قانون د کورني او مصري ښوونکو لخوا تدریس کیده ونیوه. دغه کورس د پولیسو مستنطقینو برسیره، څارنوالان او قضات هم پکې ګډون کړی ؤ چې تر اوسه په ګډه خپلې دندې سرته رسوو.
کاري پروسیجر داسې دي: کله چې یو کس د مخدره مواد سره نیول کیږي د نیول کیدو فورمه او د تالاشي فورمه ډکه کیږي او دغه فورمې دواړه عدلي او جنايي مدیریت ته تسلمیږي. وروسته د قضیې لپاره یو مستنطق ګمارل کیږي او دغه مستنطق د بشري حقونو قانون په رڼا کې او د جزا قانون د ۷ برخې ۵ مادې په مطابق چې هغه کې د مظنون حقونه روښانه شوي دي، یعنی مظنون د چپتیا حق لري او هم د خپل د حق د دفاع لپاره ځانته مدافع وکیل نیولی شي. د مظنون لپاره هم د مخدره موادو ضد قانون ۴۱ ماده لوستل کیږي چې دغه ماده له مسئولینو سره د مظنون د همکاري په هکله ده. له یو لړ څیړنو څخه وروسته، د جزا قانون دوهمې برخې او ۳۱ مادې په مطابق مستنطق ددې صلاحیت لري چې مطنون د ۷۲ ساعتونو لپاره تر څو چې څیړنې پوره شي، وساتي. له دې څخه وروسته قضیه دمخدره موادو اختصاصی څارنوال ته لیږدول کیږي.
که قضیه پرمختګ وکړي د قضیې نور دخیل خلک نیول کیږي او د قانون منګولو ته سپارل کیږي. ددې لپاره چې د یو مظنون کور تالاشي شي د څارنوال موجودیت او د محکمې اجازه لیک حتمي دی.
باید ووایم چې د مخدره موادو ضد ریاست کې زما په ګډون ۱۷ تنه ښځینه پولیس دنده تر سره کوي. چې ۱۳ تنه په مرکز او ولایاتو په اپراتیفي مدیریت کې او نور ۲ تنه ښځینه پولیس د کابل په دروازو کې د نارینه ورونو سره یو ځای خپلې دندې تر سره کوو.
باید وویل شي چې د عدلي جنايي سیستم له تاسیس څخه راپدیخوا تر اوسه پورې د ۴۱۸ قضیو څیړنه شوې او د مخدره موادو څارنوالي ته لیږدول شوي دي. له ۴۱۸ قضیو له جملې څخه ما خپله ۱۰۰ قضیې څیړلي دي. تر اوسه پورې د ۱۳۸۶ کال له پیل څخه راپدیخوا ۲۳۰ قضیې له څیړنې څخه وروسته د څارنوالي مرستیال ته لیږدول شوي چې له هغې څخه ۵۰ یې ما پخپله د څیړنې لاندې نیولي دي.
په پای کې غواړم له آغلي تونیتا مري او نورو ښځو څخه مننه وکړم چې د هیواد ښځینه پولیسو د ظرفیت په لوړولو کې زیات زحمات او ستونزې ګاللي دي. همدارنګه غواړم چې له آغلي تون میدتون، شارلوت ارنوګ او نورو نارویژي ښځو څخه چې د افغانستان ښځینه پولیسو سره یې په اخلاص کار کړي او اوس په دغه کنفرانس کې زموږ په منځ کې نشته، د زړه له کومې مننه وکړم.

له پاملرنې څخه مو یوه نړۍ مننه