Speech Notes

for the

Minister of Women’s Affairs

Her Excellency

Hasan Bano Ghazanfar

Presented at the Opening Ceremony

of the
 
International Islamic Police Women’s Conference

held

October 21-25, 2007
 
at the
 
Serena Hotel

Kabul, Afghanistan


وړاندې شوې مقاله د مسلمانو ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس کی،  کابل، افغانستان، د میزان 29 تر عقرب 3، 1386
وړاندې کوونکی: عالیقدر حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزریره

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو حاضرینو، میلمنو، ښاغلو او آغلو:
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتماب ښاغلی ولسمشر، د کابینې محترم غړي، د ګډونکوونکو هیوادونو محترم استازي، او په سمینار کې د وزارتخانو او موسساتو ګرانو حاضرینو په اجازه. په لومړي سر کې غواړم ستاسو ټولو راتګ ته پدې کنفرانس کې ښه راغلاست ووایم او هیله لرم چې دا کنفرانس وکولای شي د ښځینه پولیسو په پیاوړتیا او لدې لارې د ټولنیز عدالت په راوستلو کې ارزښتناکه قدمونه پورته شي.
ډیر د خوشحالی ځای دی چې نن ورځ موږ اوتاسې پداسې سمینار کې سره راټول شوي یو چې په امنیتي، عدلي او قضایی چارو کې د ښځو فعاله ونډې لپاره د نړیوالې ټولنې په تیره بيا د اسلامي هیوادونو ګډه همکاري په اثبات رسوي.
دا واضحه خبره ده چې د فساد، بې عدالتي، حق تلفي او داسې نورو مظالمو په وړاندې مبارزه د پولیسو اصلي دنده ده او په دغه امر کې ونډه هغه مقدس جهاد دی چې خدای (ج) ټولو مومنانو ته پرې امر کړی دی. لدې کبله مونږ او تاسو نن ورځ پدې کنفرانس کې راټول شوي یو تر څو د الهي امر په عملي کولو کې له خپلو خویندو سره مرسته وکړو او د ټولنیز عدالت په تامین کې د هغوی د نه انکار وړ رول لاهم پیاوړی کړو.
که د ښځو له خطر څخه ډګ د ژوندانه تاریخ په غور سره مطالعه کړو وبه وینو چې د اسلام سپیڅلی دین د لومړي ځل لپاره د ښځو رول د بې عدالتي او بی امنیتي په مخنیوي او د خلکو د حقونو په تامین کې ښکاره کړی او د دغې ادعا روښانې بیلګې د اسلام په تاریخ کې لیدلی شو.
نو لومړی له ټولو څخه مسلمان هیوادونه کولای شي د خپل له ویاړ څخه ډک تاریخ د روښانه کولو لپاره د ټولنیز عدالت تامین په پولیسي ځواک کې د ونډه اخیستلو له لارې د ښځو د رول پیاوړتیا او غځیدو لپاره خپل ټول توان او امکانات وکاروي او په ناسمو باورونو باندې د بطلان کرښه راوکاږو چې د اسلامي هیوادونو په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي چارو کې یې د ښځو رول خړپړ کړی دی.
پوهیږو چې په ټولو سیاسي، ټولنیز او اقتصادي چارو په تیره بیا په پولیسو کې د ښځو د رول د پیاوړي کولو په لاره کې د لیدنې وړ ستونزې او چالشونه موجود دي. مردود او ناپسندیده باورونه چې هیڅ ډول اعتقادي او فرهنګي بنسټ نلري خو یوازې ناکاره رسمونه دي زموږ د ټولنې روان ځوروي او د هغوی ستونزې زیاتوي. په دغه ډول هیواد او ټولنه کې بې له شکه چې د پراخ فرهنګي کار اړتیا لیدل کیږي تر ځو د ناسمو باورونو له منځه وړلو له لارې ښځو سره د همکاري او همغږي لپاره ذهنیتونو ته بدلون ورکړو چې زما په باور تر اوسه پورې په دغه برخه کې د نړیوالې تولنې لازمه پاملرنه نده شوې.
زما په باور اسلامي هیوادونه باید له نورو هیوادونو څخه وړاندې له افغانو ښځو سره په دغه برخه کې مرسته وکړي.
بل ټکی چې زه فکر کوم موږ او تاسو منځ کې ګډ دی داده چې د ښځو مسأله نباید د سړیانو له مسألې څخه جلا تر مطالعې لاندې ونیسو ځکه د هیواد له نیمايي نفوس څخه زیاتې ښځې دي او که په ملي تصمیم اخیستلو کې هغوی ونډه وانخلي په واقعیت کې دا د ټولنې د محرومیت د تایید نښانه ده.
د ښځینه پولیسو مسلکي روزنه نه یوازې ښځو ته ګټه رسوي بلکې د سړیانو د حقونو او د یوې سالمې انساني ټولنې څخه دفاع ده. د ښځینه پولیسو پیاوړي کول په واقعیت کې د تروریزم، د مخدره موادو کښت او تولید او د هغو جنایاتو مخنیوی چې بشري ټولنې باندې منفي اغیزه لري، په لور ارښمند ګام بلل کیږي چې د دغه امرسرته رسول د هر فرد وجیبه ده.
ګرانو حاضرینو:
موږ په تیرو وختونو کې هم خپلې خویندې د پولیسو په صفونو کې درلودې خو د ښځو چارو وزارت غوښتنه داده چې دولت او نړیواله ټولنه دغې موضوع ته د کمي او کیفي له نظره پاملرنه وکړي.
موږ دې ته هیلمند یو چې ښځینه پولیسو ته د پراخې مسلکي زده کړې او د اړتیا وړ کاري وسایل او چاپیریال چمتو شي. د ورونو هیوادونو ګرانو خویندو ته مې دا پیغام دی چې پولیس او امنیتي سکتور کې ونډه واخلي او د ټولنې د نیمايي بدن په ټوکه خپل رسالت تر سره کړي او د هغو خویندو په پیاوړلتیا کې ونډه واخلي چې په شهامت د امنیت په تامین کې ونډه اخلي.
د فرصت څخه د ګټه اخیستلو له لارې غواړم د ملګرو او اسلامي هیوادونو له ګرانو خویندو څخه چې زموړ هیواد ته راغلي د زړه له کومې مننه وکړم او هیله لرم چې هغوی خپلې ارزښتناکې تجربې له خپلو افغانی خویندو سره شریکې کړي او د افغانو او نورو اسلامي هیوادونو ښځو تر منځ اړیکې په پیاوړي کولو کې زیار وباسي.
همدارنګه غواړم د کورنیو چارو وزارت څخه چې د دغه کنفرانس د نوښت ویاړ لري مننه وکړم چې په دغه ځانګړي زماني مقطع کې چې زموږ د خلکو سوله او امنیت د دښمنانو تر تحدید لاندی دی، د دغه ډول کنفرانس نوښت یې وکړ.

زه د دغه کنفرانس بریالیتوب ته هیلمنده یم او په دغه مهم کنفرانس کې ستاسو ونډه د کنفرانس د بریالیتوب او دوام نښه بولم.