په اسلامي ټولنو کې د ښځو او کورنیو لپاره د پولیسي چارو پروګرامونه، مالیزیا
د ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس ته وړاندی شوی لیکنه، کابل – افغانستان، د میزان ۲۹ نه د عقرب تر ۳، ۱۳۸۶
وړاندی کونکی: رئیسه لیلی علی

په اسلامي ټولنو کې د ښځو او کورنیو لپاره د پولیسي چارو پروګرامونه
سریزه

په کاري چاپیریال کې د ښځو پرمختګ یوه پیچلې موضوع ده. د ښځو پرمختګ کلتوري ارزښتونو، مذهبي عقایدو، عنعنوي مفکورو او نور زیات شمېر عواملو سره تړون لري چې د حکومت په پالیسي ګانو او مقرراتو کې منعکسیږي. څومره چې ملت پلورلست وي په همغه اندازه نظریات او د پیل ټکي مختلف وي په کوم چې پرمختګ منځته راځي. په ډیرو حالاتو کې د یوې ښځې لپاره د کارکولو تصمیم د یوه سړي برعکس، په پوره ډول په ښځې باندې اړه نلري. د کورنیزو مکلفیتونو له امله یوه ښځه نشي کولای چې ۱۰۰٪ خپل کلاري شخصیت ته متعهده شي.
2.     د مالیزیا د پولیسو اداره چې د مالیزیا د شاهي پولیسو (RMP) په نامه یادېږي ۹۰۰۰۰ تنه پولیس لري چې ۱۵٪ یې ښځې دي. تر اوسه پورې د مالیزیا شاهي پولیسو کې ډیر لږ شمېر ښځې لوړ مقامونه خپل کړي دي. د مالیزیا شاهي پولیسو کې موږ پنځه تنه یو ستوري لرونکي ښځینه جنرالانې لرو.
د مالیزیا شاهي پولیسو کې د ښځینه پولیسو رول
3.      سابق د مالیزیا شاهي پولیس وکې ۳ کتګوري پولیس موجود ؤ: ۱) پاسبان (ټیټ رتبه افسر)، ۲) انسپکتر، او ۳)  دپولیس رییس (لوړ رتبه افسر). له ۲۰۰۷ کال څخه راپدیخوا د سوپر انتندنت رتبه له منځه ولاړه. د ښځینه پولیسو د ګمارلو لپاره د مالیزیا په شاهي پولیسو کې مشخص معیارونه وجود نلري. د ګمارلو او ټاکلو په پروسه کې له ښځو او سړیانو سره یو ډول چال چلند کیږي چیرې چې هغوی باید فزیکي آزموینه، د استعداد آزموینه (یوازې افسرانو لپاره) او مرکه ورکړي. نارینه او ښځینه پولیس د پولیسو محلي زده کړې ادارو کې په یو شان ډول د روزنې لاندې نیول کېږي.
4.      همدارنګه د ښځینه پولیسو رول د نارینه پولیس څخه توپیر نلري څرنګه چې د پولیسو د ۱۹۶۷ قانون ۳(۳) برخه روښانه کړې چېرته چې د مالیزیا د شاهي پولیسو دندې عبارت دي له: ۱) د قانون او عامه نظم ساتنه؛ ۲) د هیواد د سولې او امنیت ساتنه؛ ۳) د جرم مخنیوي او تعقیب؛ ۴) د مجرم نیول او تعقیب؛ او ۵) د امنیتي استخباراتو ټولول. د آزموینې مودې په وخت کې د نارینه پولیسو په شان، د پولیسو ښځینه افسرانې د جرم د پلټنې دنده، اداره او د محکمې تعقیب سرته رسېږي. همدارنګه ښځینه پاسبان د ګزمي، معلومات ورکونې او د ساتنې دندې سرته روسوي. څرنګه چې د ۱۹۶۷ د پولیسو قانون ۳(۳) برخه تصریح کړې ښځینه پولیس د شاهي پولیسو نورو برخو ته لېږدول کېږي چې د نارینه پولیسو په شان دندې تر سره کړي.
کاري تجربه
د مالیزیا د شاهي پولیسو مذهبي او مشورتي برخه
د مالیزیا د شاهي پولیسو مذهبي او مشورتي برخه چې په مالیزیا کې د بهاکیان اکاما دان کنسلینګ (باکا) په نامه یادېږي په دې نږدیو کې یعنې د ۲۰۰۷ کال د جولای په میاشت کې جوړه شوه چې لاندنې موخې لري.

    •   د مالیزیا د شاهي پولیس یو اغېزمن مشرتابه او مسلکي، متعهده او محتاط غړي منځته راوړي چې د اسلامي شریعت

        د اصولو په مطابق عمل وکړي.
2.3   د مالیزیا شاهي پولیس غړي د اسلامي روحیې او مشورتي روشونو له لارې خپل پوتانسیل په مثبته او فعاله توګه
وکاروي او د هغه په واسطه خپل د تولید کچې ته وده ورکړي.
3.3   د ښه او عالي کاري اخلاق له لارې د نفس دسپلین کچه پیاوړې کړي.
4.3   د مثبت تفکر، مسلکي او باکیفیته کاري تولید په لور د مالیزیا شاهي پولیس غړي د نفس او کاري پرمختګ ټول
اړخونه پیاوړي شي.

    •   د مذهبي او مشورتي اړخونو مسلکیتوب په اړوند د اوسنیو موضوعاتو او چالشونو پېژندنه

4.    د نورو دندو سربېره د مالیزیا شاهي پولیسو دندې په لاندې ډول دي:
1.4   د عامه خلکو لپاره د دکواه، فامیلي پرمختګ، خیریه او محلي پروګرامونه او د جوامات ادارې برابرول
2.4    په مسئولانه ډول د هغو کسانو څارنه چې څارنې او نظارت لاندې دي او د هغوی د خیر او ستونزو په چارو کې ئ 
شریکېدل.

    •    د پولیسو او د هغوې د کورنیو شناسايي کوم چې د ستونزو د لرلو امکان لري.
    •    د مالیزیا شاهي پولیسو وګړو ښځو او ماشومانو اړتیاوته رسیدنه. دغه کار د مالیزیا شاهي پولیسو د فامیلي ټولنې له  

         لارې سرته رسېږي ( PERKEP ).

ښځو او کورنیو ته پولیسي پروګرامونه
5.   ښځو او کورنیو ته پولیسي پروګرامونه په لاندې ډول دي:
1.5    د والدینو مهارتونه

  • د والدینو لپاره ورکشاپونه چې څرنګه خپل اولادونه وروزي
  • د ښځو د حقونو په باب لکچرونه
  • د مذهبي پوهې په باب لکچرونه
  • د کورنیو لپاره مشورتي خدمات
    •  د جرم د مخنیوي پروګرام
    • زده کوونکو لپاره د جرم د مخنیوي لکچرونه
    •  تحریکي یا تشویقي پروګرام
    • هغو زده کوونکو لپاره چې ملي/حکومتي آزموینې ته یې نومونه ثبت کړي وي کلنیز پروګرامونه
    •  د کاري لارښونې پروګرام
    • د هغو زده کوونکو لپاره چې ښونځي/پوهنتون څخه فارغېږي کلنیز پروګرام

پایله
په پولیسو کې ښځې مهم رولونه لوبوي. زموږ اندېښنه داده چې هغه زیات شمېر ښځې چې ددې ظرفیت او پوتانسیل لري چې دندې په ښه توګه سرته ورسوي هغوۍ ته مناسب چاپیریال نه برابرېږي چې په هغه کې خپل لوړ ظرفیت او پوتانسیل ته ورسېږي. کله چې داسې واقع کېږي، نه یوازې د لوړ ظرفیت لرونکې ښځې بایلوي، بلکې ټول ملټ یې بایلوي. دوهمه ډیره ستونزمنه موضوع د کار او د کور د اړتیاؤ د موازنې فشار ده چې ښځې ورسره مخ دي.