“Family Response Units: A police response to family violence in Afghanistan”

Paper presented by

Suhaila Fanoos

District 9, Kabul
Afghan National Police

at the

International Islamic Police Women’s  Conference

held

October 21 to 25, 2007-11-26

at the

Serena Hotel, Kabul, Afghanistan


د کورني غبرګون واحد
د کورني زورزیاتي ستونزې ته د پولیسو غبرګون
وړاندې شوې مقاله د مسلمانو ښځینه پولیسو نړیوال کنفرانس کی،  کابل، افغانستان، د میزان 29 تر عقرب 3، 1386
وړاندې کوونکی: سهیلا فانوس
د طالبانو حکومت په بهیر کې په ټول افغانستان کې ښځو ته د سړیانو په نسبټ په ټیټ او مادون نظر کتل کیده. د افغانو نارینو لخوا له ښځو سره د ملکیت په توګه چلند کیده، دا یو حقیقت دی چې ښځې د طالبانو رژیم فکر او مفکورې اصلي نښانې وې.
لدې څخه سترګې نشي پټیدای چې د طالبانو له راپرځیدو څخه راپدیخوا، د افغاني ښځو وضعیت کې پرمختګ راغلی دی. له بده کبله، یو لړ خنډونه تر اوسه پورې هم موجود دي او د ښځو د پیاوړي کولو تعهد تر اوسه پورې په یوه حقیقت ندی بدل شوی. په زیاتو حالاتو کې، د طالبانو له کنترول لاندې وخت څخه راپدیخوا د ښځو وضعیت په هماغه شان پاتې دی. خو د مثبت بدلون لپاره امید له لاسه ورکړل شوی نده. ښځې اوس په سیاسي بهیر کې ونډه اخلي، په ټاکنو کې ګډون کوي او په افغان حکومت کې له مسئولیت څخه ډکو بستونو کې دندې تر سره کوي.
هغوی حتی په هغه برخو کې دندې تر سره کوي او خپلې کورنۍ چلوي چې دغه برخې یو وخت د سړیانو لخوا مسلطه برخې وي، له دغو برخو څخه یوه هم د پولیسي خدمتونو برخه ده.
دا رښتنې خبره ده کله چې په لومړي ځل ښځینه پولیس وګمارل شوې، هغوی ته هغه دندې وسپارل کیدې چې پولیسي چارو سره یې هیڅ تړاو نه درلود لکه په دوسیو کې د اسنادو کیښودل، د چای تیارول او داسې نور. د ښځینه مظنونینو تالاشي یوازنۍ پولیسي دنده وه چې هغوی سرته رسوله.
د ۲۰۰۵ کال په جون کې د کورني غبرګون لومړنی واحد په کابل کې جوړ شه. د داینکور (DynCorp ) لارښوونکو په مرسته، ښځینه پولیسو ته زده کړه وړکړل شوه او د لسمې حوزې په چوکاټ کې په کانکس (وسپنیزه خونه) کې خپل کار پیل کړ چې د داینکور او د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت لخوا ورته فرنیچر چمتو شول.
د دغه دفتر په لاسته راوړلو سره، ښخینه پولیس یوه ښکاره ځای پیدا کړ له کوم څخه چې خلکو ته د پولیسي قانوني خدمتونه برابر کړي. په داسې حال کې چې د دغه واحد له جوړیدو څخه پخوا، یو شمیر هغه ښځې چې حوزې ته د خپل شکایت وړاندې کولو لپاره مراجعه کوله، هغوی ته د رد ځواب ورکول کیده، د تمسخر وړ ګرځیدې او یا ورته هیڅ پاملرنه نه کیده. اوس هغوی یو مصئون ځای لري چیرته چې مسلکي ښځینه پولیس د هغوی ستونزو (د طلاق له غوښنتو څخه نیولې تر جسمي تیري پورې داسې نور) ته غوږ نیسي.
افغانې ښځې په دغه برخه کې د آرامۍ او اطمینان احساس کوي چې اوس د هغوی شکایات جدي نیول کیږي او د هغوی د ستونزو د محرمیت په نظر کې نیولو سره د هغوی په حل کې ورسره مرسته کیږي. همدارنګه، دغه پیشقدمه ښځینه پولیس د دغو قربانیانو په بیاوړتیا کې مرسته کوي. اوس دغه قربانیانې ښځې د زیات اطمینان او د نفس درناوي احساس لري. یوازې دغه کار دغه پروژه دغومره بریالی کړیده.
او بله مهمه موضوع داده چې دغه واحد د افغاني ښځینه پولیسو مسلکیتوپ لپاره خدمت کوي. د کورني غبرګون واحد د کار په پیل کې د دغه واحد د کار پیاوړتیا د افغانۍ ښځو د حقونو په ساتنه کې ده. خو له هغه وخت څخه راپدیخوا د دغو واحداتو د مسئولیت ساحه پراخه شوې او ټوله کورنې تر پوښښ لاندې نیسي.
په دغه نقش کې، د کورني غبرګون واحد له ښځې څخه سترګې ندي پټې کړي بلکې کورنۍ باندې په ټینګار سره، ښځې باندې تاکید کوي. د نورو ټولنو په شان، په اوسط ډول په افغاني کورنیو کې ښځه د کورنۍ د رئیسې رول لوبوي. ټوله کورنې د هغه په اطراف کې څرخیږي.
د کورني غبرګون واحد د مسئولیتونو پراخیدل چې کورني موضوعاتو باندې تمرکز وکړي او جنایی (او ملکي) اقدامات دي چې دغه واحد تهدیوي. د دغه واحد ښځینه پولیس د افغاني ښځو ښې ګڼې په اړه اندیښنه لري. په یو شمیر حالاتو کې په کورنیو کې نارینه کسان واقعي قربانیان دي.  
په دغه ډول واقعاتو کې دغه ښځینه پولیس ټولو قضایاؤ سره په عادلانه ډول معامله کوي او پدې تصمیم نیسي چې کوم ډول اقدامات لاس لاندې ونیول شي تر څو د کورنیو حرمت ویجاړ نشي یا ورته زیان ونرسیږي.
په کال ۲۰۰۵ کې د لومړي کورني غبرګون واحد له جوړیدو څخه راپدیخوا، دغه پروګرام ۱۲ واحدات په ۵ سیمو (کابل، کندز، مزار شریف، جلال آباد او هرات) کې جوړ کړي دي. سره لدې چې دغه واحدات یوازې پنځو سیمو کې موجود دي،  له اهدافو څخه یې یو داده چې په ټولو سیمو کې دغه ډول واحدات ولرو. لکه څرنګه چې مخکې وویل شول، سره لدې چې طالبان راپرځیدلي دي خو د هغوی زشته اغیزه تر اوسه پورې پاتې ده چې ښځو سره په هماغه شان چلند کیږي. د کورني غبرګون واحد کاري صلاحیت داده چې قرباني ته انتخابونه وړاندې کړي په داسې حال کې چې پخوا دغو انتخابونو څخه هیڅ موجود نه ؤ، یوازې دا چې په داومداره توګه کړیده یا ځان وژنې ته یې لاس اچاوه.
په یو شمیر قضایاؤ کې، د کورني غبرګون واحد کوښښ کړی چې د کورنۍ یا کورنیو غړو تر منځ منځګړیتوب وکړي تر څو موضوع حل شي (دغه قضیې د جنایی قانون څخه سر غړونه ځان سره نلري خو کیدای شي په جنايي طبیعت واوړي). دغه ډول حالات د افغانستان ملي پولیسو ښځینه پولیس هڅوي چې په کورنۍ موضوع کې حوصله، درک او بې طرفي ورلري تر څو هغوی پدې پیاوړي کړي چې ستونزې پخپله حل کړي.
په اوس حال کې تقریباً ۲۰ تنه ښځینه پولیس په دغو ۱۲ واحداتو کې دنده سرته رسوي. د داینکور ۹ تنه لارښوونکي موجود دي چې دغو ښځو سره مرسته کوی ترڅو خپلې تجربې او مهارتونو ته وده ورکړي. او هغوی ته د امکان په وخت کې لوجستیکي مرستې برابروي.
اوږد مهاله هدف دادی چې دغه واحدات د هیواد په ټولو سیمو کې شتون ولري او د داینکور لارښوونکی له دغو واحداتو سره مرسته وکړي.