د کانفرانس مسؤده

 

هغه څوک چی ښه کارکوی، نارینه وی که ښځینه، په داسی حال کی چی مومن وی، هغه به په  سپیڅلی حیات سره  ژوندی ساتو، او د ترټولو ښه کارونه یی  ترسره کول، اجر ورکرو. ( قران ۱۶:۹۷)

 

مونږ ګډونکونکی  د مسلمانو ښځینه پولیس په لمړنی کانفرانس کی چه په کابل، افغانستان کښی دایر شو:

 

د یوی خوندی، پرځای ولاړ، خپلواکی ودان  او دموکراتیکی مدنی ټولنی باندی ژمن یو.

 

داسلامی شریعت، د بشر د حقوقو او د قانون د حاکمیت د اصولو سره سم د ټولو ښاریانو – هم د ښځو اوهم  د نارینو حقوق – په پام کی نیسو.

 

د خپلو حکومتونو پرمختګ  د مسلکی او ملی  پولیسود ځواک د پیدایښت په لاره کی، په داسی حال کی چه د تروریزم سره په مبارزه کی لاس او ګریوان دی، تود هرکلی کوو.

 

ژمن په، هغو کوښښونو چی د همیشنی سولی او امنیت تامین کوونکی وی ، یو ; په دی آند چی د ټولو ښاریانو  لپاره  یوه منصفانه او روښانه راتلونکی برابره شی، یو .

 

 

او داهم تصدیقوو چی د ملی پولیسو په ځواګونوکی د مسلمانو ښځو ګډون  د نړی په کچه، بل خصوص  په اسلامی هیوادونو زیاتیدو په حال کښی دی.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ژمنه کوو چی :

 

۱) . د پوهی او آګاهی کچه به په  هغو موضوګانو کی چی د پولیسو او د قانون تطبیق کوونکی مراجعو لخوا  د خدمتونو د اجراکولو په جریان کښی  په ښځو تاثیر کوی، لوړ کړو.

۲). هغه  مسایل چی د پولیسو د افسرانو هم د ښځو او نارینو ترمنځ د تشویش سبب ګرځیدلی وی بحث پری وکړو.

۳). د ښځینه طبقی لید د پولیسو د ځواکونو د فعالیتونو په ارتباط  د امکان په صورت کی سنبال کړو.

۴) . د اسلامی هیوادونو د پولیسو په ارګانونوکی د ښځو او نارینو د برابر ګدون په موخه هڅه او هاند کوو. 

۵) .  د پولیسو او د قانون د تنفیذ د موسسو تر منځ  به د ترټولو غوره او کټوروی کړند لاری تباله کړو.

۶) . د ټولو ښخو د مسلکی پوهی د پرمختګ په موخه به په مداومه ټوګه رول ولوبوو.

۷). له  ښځینه او نارینه پولیسو سره  د مرستی په موخه، به  تحقیق او تریننګ په نړیواله کچه باندی په اسلامی نړی کی تشویق کړو.

۸).  له هغو هیوادونوسره په هغو کی مسلمانان هستوګن دی همکاری ته پراختیا ورکړو .

۹) .  د نړی په کچه، د اړوندو سازمانونو ترمنځ به په ګډه کارکول منځ ته راوړو.

 

همدارنکه مونږ موافق یو چی :

 

۱) . د استخدام په موخه حکومتونه باید چی د پولیسو په ارګانونو کی ځانګړی تګ لاری مخ ته بوځی .

۲).  امنیت او د قانون حاکمیت د دولت په ټولو فعالیتونو اوټولو برخو کی د  ښځو په  ګدون او همکاری پوری تړاو لری.

۳). د قانون د حاکمیت د ټینګولو او د قضایی سیستم د فعاله ساتلو لپاره د پولیسو په ارګان کی د ډیرو ښځو د استخدام په موخه هڅه او هاند  ډیر ضروری دی.

 

ځګه نو ، کولای شو چی ستونځی حل کړو په:

د ښځو د حقوقو د کنوانسیونوو او د نریوال معاهدونو سره سم د تولو غریو مملکتونو تعهدات غوښتل، اود ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۱۳۲۵/ ۲۰۰۰کال د پریکړه لیک په تاییدلو سره چی) د ښځو عمده رول د ستونزو د مخنیوی او حل او د امنیت د تینګیدولپاره(

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  پریکړه کوی اوهمدارنګه  دښځو مساوی ګډون او دهغوی ګډون د سولی او امنیت د ساتنی او پرمختیا لپاره، او د هغوی د نقش د لوړولو په تصمیم نیولو کښی د ستونزو د حل او مخنیوی باندی  تاکید کوی.

 

 

 

د نوموړی کفنرانس ګډونکوونکی د خپل هدف د منظوری د لاسته راوړنی لپاره له مربوطو دولتونو څخه د مسلمانو ښځو د یوه نړیوالی اتحادیی د جوړښت په هدف سره او د مسلمانو ښځو پولیس یوی بلی غوندی کنفرانس په وروستی نیټه کښی څرګند کړل.

 

 

 

 

پدی اساس یوځل بیا تصدیق کیږی چی  :

 

ددغی لمړنی نړیوال کنفرانس ،چی د اکتوبرله ۲۱ نیټه څخه تر ۲۵ پوری په کابل ښار کی جوړشو، استازو د امنیت دټینګیدو او د قانون د حاکمیت د مسلمانو ښځو د ګډون په لاره کښی د مسلمانو ښځو ګډون دامنیتی ځواکونو د مرستی په موخه او د ملتونو د امنیت او ساتنی په خاطر، د خپل مناسب ځای په نړیواله ټولنه کښی د آزادو ملتونو په حیث ، خپل کار او فعالیت ته  دوام ورکړی.